- مطابق
خبر:
پنځلس کاله وړاندې په دې میاشت کې، امریکا د خپل استعماري حرص لپاره هڅو په دوام په عراق کې یوه ډېره خونړۍ جګړه پیل کړه.
تبصره:
پر عراق باندې د امریکا په مشرۍ اېتلاف د وحشیانه یرغل پنځلس کاله تېر شول. هغه وخت مو د بې ګناه نرانو، ښځو او ماشومانو د وژنې او هغوی ته د سپکاوي وحشتناک انځورونه د انټرنټ او نورو رسنیو له لارې لیدل. ښایي د لومړي ځل لپاره د هغسې یوه مستقیم یرغل شاهدان وو. دا کار د دې سبب شو چې مسلمانان نور هم راویښ شي؛ موږ د واحد امت په توګه د هغوی پر حال وژړل، دعاوې مو ورته وکړې، مرستې مو ورته راټولې کړې او وروسته له هغه چې میلیونونه بې ګناه وګړي ووژل شول او جګړه بس شوه، ومو ویل چې نور بس دي.
دېته ورته کار مو هغه وخت هم وکړ چې کله په اروپا کې بوسنیایې مسلمانان قتل عام شول، د کشمیر مسلمانان د مشرک هند تر برید لاندې راغلل او پر قفقازي مسلمانانو د روسیې ظالم رژیم برید وکړ. موږ د واحد امت په توګه د دوی پر حال وژړل، دعاوې مو ورته وکړې، مرستې مو ورته راټولې کړې او وروسته له هغه چې زرګونه بې ګناه وګړي ووژل شول او جګړه بس شوه شوه، ومو ویل چې نور بس دي. مګر زموږ بیا هم همدا حال دی، پر امت مو یرغل دوام لري؛ په فلسطین، افغانستان، عراق، مالي، یمن، میانمار او نورو سیمو کې پر مسلمانانو ظلم او وحشت روان دی.
موږ د یوه امت په توګه د دوی پر حال ژاړو، دعاوې ورته کوو، مرستې مو ورته راټولې کړې او په تمه یو چې زرګونه بې ګناه وګړي به وژل کېږي او له جګړې به لاس اخلي او بیا به وایو چې نور بس ده. داسې ښکاري چې دا عظیم امت د ماتې منلو په څرخ کې بند پاتې دی او نشي کولای چې د دغه شریف امت د عزت او سپېڅلې وینې د ساتلو لپاره محسوسه حللاره وړاندې کړي.
له همدې امله موږ باید پر عراق د یرغل پنځلسمې کلیزې او پر مسلمانانو د ظلم بلې هرې پېښې ته د یوې داسې هندارې په سترګه وګورو چې خپل کار، موخې او د ستونزو حللارې پکې ومومو. موږ قطعا باید د خپلو خوېندو او وروڼو پر وړاندې ظلم په یوه انساني او عاطفي سطحه په یاد ولرو؛ خو پر دې سربېره، په فکري او سیاسي سطحه باید له خپلو ناکامیو درس واخلو.
د مسلمانانو لپاره لومړنی او تر ټولو مهم درس دا دی چې هغه څه چې دوی ته یې شان او شوکت ورکړی و، هغه اسلام و. اسلام د دوی د فکر او چلند یوازینۍ سرچینه وه، د دوی یوازینۍ مرجع، د دوی یوازیني معیارونه، یوازینۍ موخه او حللاره یې وه. له اسلام څخه د لېرې واله پایله یوازې حقارت او رسوایي ده. نو تر هغه چې د خپلو ستونزو حل په استعمار کې وګورو، هېڅکله به بریالي نشو.
همداراز، دا درس باید واخلو چې له حاکمو غربي قوتونو سره ملګرتیا مو مخ په ځوړ بیایي. نو د خپل راتلونکي لپاره باید فعالانه او په ښکاره د اسلامي نړۍ هغه حاکمان او مشران چې له دغو قوتونو سره ملګري دي، وننګوو او مخالفت ورسره وکړو. نو تر هغه وخته چې د اسلامي نړۍ حکام د دې پر ځای چې له اصلي دښمنانو(کافر غرب) سره د ملګرتیا په سبب ورټل شي، ستاینه یې کېږي؛ هېڅکله به مو وضعیت تغیر ونه کړي.
د مسلمانانو د وینې د حرمت او عزت د ساتلو یوازینۍ لار دا ده چې ټول امت د خلافت تر چتر لاندې راټول کړای شي، بیا به نو اسلام پلی شي او مسلمانان به یو ځل بیا با وقاره او بریالي شي.
دا پیغام د مسلمانانو لپاره دی چې هر وخت او کله چې پر خپلو خوېندو او وروڼو د تېري کلیزې په یاد راوړو، په خپل ذهن کې ولرو. له دې پرته بله حللاره نشته او دغه سیاسي حل ته د رسېدو لپاره باید له حزب التحریر سیاسي ګوند سره په ګډه کار وکړو چې موخه یې د نبوت پر منهج خلافت تاسیس دی.
لیکوال: اوکای پالا
ژباړن: احمد خالد